وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي پر ايران باندي متحده عربي اماراتو په پټه بريدونه کړي

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي راپور ورکړی، چي پر ايران باندي متحده عربي اماراتو په پټه بريدونه کړي.
د‌ يادي ورځپاڼي په حواله چي متحده عربي امارات هغه هيواد دئ، چي د اسرائیلو او امريکا د بريد پر مهال ايران ډېر ويشتلی دئ.
دغي ورځپاڼي ويلي، چي د اپریل په میاشت کي د ايران د لاون ټاپو د تېلو تصفیه خونه هم متحده عربي اماراتو ويشتلې وه، چي له امله ئې پراخه اورلګېدنه هم رامنځ ته سوې وه.

متحده عربي اماراتو د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼي د دغه راپور په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.