د پاکستان د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي په پاکستان کي هيڅ حکومت نسته او په خبره ئې چي اوسنی حکومت ئې تش په نوم حکومت دئ.
هغه ويلي چي په خيبر پښتونخوا کي وسله وال کسان په ښکاره ډول ګرځي، روغتونونه، ښوونځي او عامه ځایونه ورانوي؛ خو حکومت ئې پر وړاندي هيڅ اقدام نه کوي.
د مولانا فضل الرحمن په وينا چي د خیبر پښتونخوا د لېرو پرتو سيمي خلګ د ناامنۍ له امله کډوال سوي او اوس د زياتو ستونزو سره مخ دي.
د هغه په خبره چي په خيبر پښتونخوا کي هيڅوک په امن کي نه دئ.
هغه د پاکستان پر دولت ږغ کړی، چي د امنيت د ټينګښت له پاره دي اقدام وکړي.