وال سټریټ ژورنال:
لوړپوړو سلاکارانو ټرمپ ته ویلي: د ایران زیربناوي هدف ګرځول «جایز کار» دئ
لیکوالان: مایکل آر. گوردن او الکساندر وارډ
واشنګټن—د امریکايي چارواکو په وینا، لوړپوړو سلاکارانو په وروستیو ورځو کي په خصوصي ډول ډونالډ ټرمپ ته دا استدلال کړی چي د ایران د برېښنا تولید تاسیسات او پلونه مشروع نظامي هدفونه ګڼل کېدای سي، ځکه د هغو ویجاړول کولای سي د دې هېواد توغندیز او اټومي پروګرامونه فلج کړي.
ټرمپ دا منطق چي د حقوقي کارپوهانو او بشري بنسټونو له لوري سخت تر پوښتني لاندي راغلی، په خپله ملي وینا کي ومانه او ژمنه یې وکړه چي ایران به «د ډبرو زمانې» ته ستون کړي.
تر شنبې ورځي پوري په داسي حال کي چي د یوه ورک امریکايي پیلوټ د موندلو بیړني عملیات روان وه، ټرمپ له دې نوې ستراتیژۍ څخه د شاتګ هېڅ نښه ونه ښوده.
هغه په خپله ټولنیزه رسنۍ کي ولیکل:
«یاد مو دي چي ما ایران ته لس ورځي مهلت ورکړی وو چي یا توافق وکړي یا هرمز پرانیزي؟ وخت ختمېږي—۴۸ ساعته نور پاته دي تر څو حالت ډېر خراب سي.»
امریکا د پنجشنبې په ورځ هغه پل هدف کړ چي تهران د کرج ښار سره نښلوي. امریکايي چارواکو وویل چي دا پل ښايي د توغندیو، بېپیلوټه الوتکو او نورو نظامي تجهیزاتو د انتقال لپاره کارېدلی وای.
د ایراني رسنیو په وینا، په دې برید کي لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل سوي دي.
ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړ چي نور شدید بریدونه به هم ترسره سي، چي کولای سي د ایران د شاوخوا ۹۳ میلیونه خلکو پر ژوند مستقیم اغېز وکړي. د حکومت ځیني چارواکي دا پړاو په غیر رسمي ډول «لوی قهر عملیات» بولي.
هغه لیکلي:
«زموږ پوځ لا تر اوسه دا هم نه دي پیل کړي چي په ایران کي پاته څه له منځه یوسي بل قدم پلونه دي، بیا به د برېښنا بټۍ وي!»
دا ستراتیژي جدي حقوقي او انساني پوښتني راپورته کوي، په ځانګړي ډول دا چي ایا دا بریدونه به عادي خلکو ته زیان ورسوي که نه هغه خلک چي ټرمپ مخکې د هغوی د ملاتړ خبره کړې وه.
د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست هم له هغو کسانو څخه دی چي ویلي یې دي سړکونه هم هدف ګرځېدای سي، ځکه ښايي د نظامي انتقال لپاره وکارول سي.
د سپیني ماڼۍ چارواکو ویلي چي د برېښنا تاسیسات هم مشروع هدفونه دي، ځکه د هغو ویجاړول کولای سي داخلي ګډوډي رامنځته کړي او اټومي پروګرام ټکنی کړي.
خو اوسني او پخواني نظامي چارواکي خبرداری ورکوي چي یوازې د سیاسي فشار لپاره د زیربناوو هدف ګرځول د نړیوالو قوانینو سره برابر نه دي.
دوی ټینګار کوي چي دا ډول بریدونه یوازي هغه وخت قانوني دي که:
• څرګنده او مستقیمه نظامي ګټه ولري
• بل کمخطره بدیل موجود نه وي
• او ملکي خلکو ته زیات زیان ونه رسېږي
جفري کورن وایي:
«موږ نه سو ویلای چي د ایران ټول انرژي زیربناوي مشروع هدفونه دي، هر مورد باید جلا وارزول سي.»