د پاکستان څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي چي د بلوچستان ايالت چارواکو د ټولو خلګو غوښتي چي افغانانو ته دي خپل کور او دوکان په کرایه نه ورکوي.
هغوی د کورونو او دوکانونو د مالکانو څخه غوښتي، چي هر چا ته خپل ملکیت په کرايه ورکوئ لومړی ئې پوره څېړنه وکړئ، ترڅو هويت ئې روښانه سي، چي افغان نه دئ.
د ياد ايالت چارواکو ګواښ کړی، که هر چا افغان کډوال ته ځای په کرايه ورکړی و، د دولت د امر څخه سرغړونه ده او قانوني چلند به ورسره کېږي.