د خوست ولايت د ط.. البانو امنيتي مسئولينو د دوشنبې په ورځ ويلي، چي تېره شپه یې د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کي ډيورنډ فرضي کرښي ته څېرمه د پاکستان د پوځ سره جګړه کړې.
د هغوی په خبره په دغه جګړه کي ئې ۶ پاکستاني پوځيان وژلي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د ط..البانو په وينا چي د جګړې پيل د پاکستان پوځ کړی او وروسته ط..البانو دفاعي حمله کړې.