پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چي د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال شپږ وسلهوال او دوه پاکستاني پوځیان وژل سوي دي.
د راپورونو له مخي، دغه مرګژوبله د پاکستاني ځواکونو د عملیاتو پر مهال اوښتې ده؛ خو د عملیاتو د څرنګوالي او وژل سوو وسلهوالو د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي.
په ورته وخت کي د پاکستان د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په یوه راپور کي ویلي چي د ۲۰۲۶ کال په دريمه ربع کي په دغه هیواد کي د وسلهوالو بریدونو له امله د مړیني کچه د تېري پرتله ۸۳ سلنه لوړه سوې ده.