د یمن حوثي وسلهوالي ډلي ادعا کړې، چي د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض او د دغه هیواد د تېلو پر تاسیساتو ئې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د حوثیانو ویاند یحیی سریع ويلي، چي د دوی ځواکونو د ریاض پر ملک خالد نړۍوال هوايي ډګر توغندیز برید کړی او د سعودي عربستان په ختیځو او لوېدیځو سیمو کي ئې د تېلو د لېږد پر پمپ سټېشنونو د ډرون بریدونه هم ترسره کړي دي.
سریع همداراز ادعا کړې چي د یمن په عدن او لحج ولایتونو کي ئې د سعودي ځواکونو پر مرکزونو بالستیک توغندي توغولي او په پایله کي ئې لسګونه سعودي سرتېري وژل سوي دي.
په ورته وخت کي، د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلاف ویلي چي په صنعا کي ئې د بالستیک توغندیو دوه توغوونکي مرکزونه له منځه وړي دي.