پاکستاني چارواکو ویلي، د K2 Airways اړوند یوه بوینګ ۷۳۷ باروړونکې الوتکه، چي له شارجې څخه کراچي ته روانه وه، د کراچي لوېدیځ ته د عرب سمندر پر فضا له رادار او مخابراتي سیستمونو څخه وتلې ده.
د چارواکو په وینا، په الوتکه کي د عملې پنځه غړي سپاره وو او تر ورکېدو مخکي ئې د یوې تخنیکي ستونزي په اړه د هوايي کنټرول مرکز ته خبر ورکړی وو.
د پاکستان د هوايي چلند اړوندو ادارو ویلي، د الوتکي د موندلو له پاره ئې د لټون عملیات پیل کړي.