د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، که څه هم د ایران د موضوع په اړه کله ناکله د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د نظر اختلاف لري؛ خو د ایران اړوند په اساسي او ستراتیژیکو مسایلو کي دواړه بشپړ توافق لري.
نتانياهو د سي‌اين‌اين شبکې سره په مرکه کي ویلي، لا هم وختي دئ، چي د واشنګټن او تهران ترمنځ د احتمالي لنډمهالي هوکړي د پایلو په اړه اټکل وسي.
هغه زیاته کړې، ټرمپ باور لري چي د ایران اټومي پروګرام درولای سي، خو خپله په دې برخه کي شک لري.

نتانياهو ټینګار کړی، د امریکا او اسرائیل ترمنځ ستراتیژیکه همکاري پر خپل ځای ده او دواړه هيوادونه، سره له ځینو اختلافونو، په مهمو مسایلو کي متحد پاته دي.
بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تر هغه وخته چي پر ایران ګواښونه دوام ولري، د وروستۍ هوکړي له پاره به رسمي مذاکرات پیل نه سي. هغه له امریکا غوښتي چي د سوي تفاهم ژمنو ته دي پابنده پاته سي.
بايد وويل سي چي امريکا تېره شپه د ايران د ۸۰ څخه زيات مهم ځايونه ويشتلي دي.