پاکستاني چارواکو ویلي، چي د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د پیل له پاره د اسلام‌اباد هڅي تر دې مهاله بریالۍ نه دي

پاکستاني چارواکو ویلي، چي د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د پیل له پاره د اسلام‌اباد هڅي تر دې مهاله بریالۍ نه دي.
د پاکستان د حکومت یوې لوړپوړي سرچینې رسنیو ته ويلي، چي امریکا دوه ځله چمتووالی ښودلی و، څو یو لوړپوړی پلاوی د جی‌ډي ونس په مشرۍ اسلام‌اباد ته واستوي، تر څو له ایراني لوري سره مخامخ خبري ترسره کړي.
د نوموړي په وینا، دا خبري په وروستیو ورځو کي تر حساسو پړاوونو رسېدلي وې، خو ایران د کورنیو سلا مشورو له پاره د وخت غوښتنه وکړه او په پای کي ئې خپل پلاوی و نه لېږه.

سرچینې زیاته کړې، چي که څه هم اسلام‌اباد له دې وضعیته ناهیلی سوی، خو د وروستیو پرمختګونو په نظر کي نیولو سره ئې د تهران دریځ تر یوه حده د درک وړ بللی دئ.
پاکستان په دغه موده کي کوښښ کړی، ترڅو ځان د يوه بې طرفه منځګړي هيواد په توګه ثابت کړي.