د روغتیا نړۍوال سازمان ويلي، چي افغانستان ته ۷۸.۵ ټنه بېړنۍ طبي مرسته رسېدلې

د روغتیا نړۍوال سازمان ويلي، چي افغانستان ته ۷۸.۵ ټنه بېړنۍ طبي مرسته رسېدلې، چي ورسره به سلګونه زره کسانو ته روغتیايي خدمتونه برابر سي.
د دغه سازمان په وینا، دغه طبي مرسته به شاوخوا ۴۱۹ زره کسانو ته د درملني امکانات برابر کړي او همداراز به د ۱۳۶۰۰ جراحي عملیاتو د ترسره کېدو په برخه کي وسايل اماده کړي.
سرچینې زیاتوي، چي په دغو مرستو کي د شري ناروغۍ د درملني ځانګړي کېټونه، د سینه‌بغل اړوند درمل، د شدیدي خوارځواکۍ لرونکو ماشومانو له پاره تغذیوي توکي، جراحي وسایل او نور مهم طبي تجهیزات شامل دي.

د روغتیا د نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخي، دا مرسته د جمعې په ورځ په دوبۍ کي د دوی د لوژستیکي مرکز څخه افغانستان ته د هوا له لاري انتقال سوې ده.