په ارزګان ولايت کي د ط..البانو د امر ب.المعروف او نهی عن المنکر رياست د ژونديو موجوداتو پر انځور اخيستلو او نشرولو بنديز لګولی.
د ارزګان څخه د څراغ تلوېزيون خبريال ويلي، چي دغه پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت د ط..البانو د امرب.المعروف رياست مسئولينو د ارزګان ولايت د خبريالانو سره د يوې ناستي پر مهال په رسمي ډول اعلان کړې ده.
هغه وايي ط..البانو د ياد ولايت له ټولو خبريالانو غوښتي چي د ژونديو موجوداتو د انځور او ويډيو اخيستلو او نشرولو څخه دي ډډه وکړي.
د راپورونو له مخي ط..البانو تر اوسه په افغانستان کي په ۲۵ ولايتونو کي د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرول منع کړي دي.
بايد وويل سي، چي د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ ادارې او نورو سازمانو د ط..البانو دغه ډول پرېکړي چي په کښي رسنۍ تر سانسور لاندي راځي اندېښنه ښودلې.