د جرمني د الوتکو د خدمتګارانو اتحادیه وايي، چي د مسافرو وړونکو الوتکو له لاري د محکومو سختو مجرمانو، په ځانګړي ډول د افغان مجرمينو انتقال، د الوتنو خوندیتوب تر پوښتني لاندي راولي.
د اتحادیې په وینا، دا تګلاره د الوتکو پر مېلمه پالونکو دروند فشار اچوي او هغوی له داسي امنیتي وضعیت سره مخ کوي، چيد دوی له مسلکي مسؤلیتونو بهر وي.
دا اتحادیه خبرداری ورکوي، چي د افغان مجرمينو انتقال په عادي الوتنو کي نه یوازي د عملې رواني او کاري فشار زیاتوي، بلکي د نورو مسافرو امنیت هم له احتمالي ګواښ سره مخ کوي.
د اتحادیې په اند، د دې ډول کسانو د ایستلو له پاره باید ځانګړي او جلا الوتنې وکارول سي، څو د مسافرو او د الوتکو د عملې خوندیتوب ډاډمن سي.