د بېپولو ډاکټرانو (MSF) موسسې ویلي، چي د ۲۰۲۶ کال په لومړیو اتو میاشتو کي ۸۴۸۷ خوارځواکي ماشومان د دې موسسې په ملاتړ روغتیايي مرکزونو کي بستر سوي، چي د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ سلنه زیاتوالی ښيي.
له دې ډلې ۳۹۷۲ ماشومان په هلمند، ۲۹۹۳ په هرات او ۱۵۲۲ په کندهار کي تداوي سوي.
یاده موسسه وايي، چي د مرستو د کمښت له امله په همدې موده کي ۲۹۵ روغتیايي مرکزونه تړل سوي یا یې کار درېدلی، چي ۲.۱۷ میلیونه کسان یې اغېزمن کړي.
MSF موسسه اټکل کوي، چي په ۲۰۲۷ کال کي به څلور میلیونه ماشومان او ۱.۲۷ میلیونه امېندوارې او شیدې ورکوونکې مېندې د سختې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
انځور: Wikimedia Commons / DVIDS، Senior Airman Rylan Albright، د امریکا هوايي ځواک، عامه شتمني (د ۲۰۱۰ کال د فراه ارشیفي انځور، د تشریح لپاره).
📲 زموږ د ټلګرام چینل سره یو ځای سئ: t.me/ChiraghTV