په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د مرستندويه دفتر (يوناما) سرپرستي جورجت گانیون ويلی، چي راډیو په افغانستان کي د خلګو په ژوند کي ژور او مهم رول لري.
هغې د راډيو د نړۍوالي ورځي په مناسبت ويلي، راډیو له یوې پېړۍ راهیسي د خلګو له پاره د باور وړ وسیله ده، چي د معلوماتو، زدهکړو او اړیکو له پاره کارول کېږي او د خلګو په ژوند کي ئې مثبت بدلون راوستلی دئ.
ګانیون ټینګار کړی، چي اوس هم راډیو د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول په ليرو پرتو سیمو کي د معلوماتو تر لاسه کولو اصلي وسیله ده.
هغې په افغانستان کي د بيان پر ازادۍ او د رسنيو پر خپلواکۍ ټينګار کړی.
بايد وويل سي، چي د فبروري ۱۳ مه نېټه په ټوله نړۍ کي د راډيو د نړۍوالي ورځي په مناسبت لمانځل کېږي، دغه ورځ په افغانستان کي پر داسي مهال راځي چي د زيات سانسور له امله لسګونه راډيوګاني تړل سوي او د رسنيو خپلواکي په بشپړ ډول له منځه تللې ده.