په بنګله‌دېش کي ټاکني: د قومپرستو بری

په بنګله‌دېش کي ټاکني: د قومپرستو بری
وروستيو عمومي ټاکنو ته په کتو د بنګله دېش هيواد سياسي حالت بيخي بدل کړل، په دغو ټاکنو کي دبنګله دېش د Nationalist Party (BNP) ښکاره بري دا وښودله چي اولس يو وار بيا قومي او ملي دريځ ته مخه کړې ده. دا ټاکني يوازي د واک بدلون نه وو، بلکي د اولسي نارضایتۍ، اقتصادي فشارونو او سياسي ستړيا پايله هم وه.
ګوند د پارلمان ډېري څوکۍ وګټلې او په دې ډول يې د نوي حکومت د جوړېدو لار خلاصه کړه. د ګوند مشر طارق رحمان دا پايله د ولس د ارادې څرګند انځور وباله او ويې ويل چي راتلونکی حکومت به پر ملي حاکميت، اقتصادي خپلواکۍ، د کار پر پيدا کولو او ټولنيز عدالت تمرکز کوي.

د تېر حکومت د چپه کېدو اصلي علتونه
تر دې مخکي، هيواد د اوږدې مودې لپاره د پخوانۍ لومړۍ وزيرې شیخ حسینه تر واک لاندي وو. که څه هم د هغې حکومت ځيني پرمختيايي کارونه کړي ول، خو په وروستيو کلونو کي څو مهم لاملونه د ولس باور سخت کمزورئ کړ؛
۱. اقتصادي ستونزي:

د ژوند ګرانېدل، لوړ انفلاسيون، د ځوانانو بې‌کاري او د پيسو ارزښت کمېدل د خلکو ورځنی ژوند سخت خراب کړ.
۲. سياسي تنګوالی:
د بيان ازادي محدوده سوې وه، مخالف ګوندونه تر فشار لاندي ول، او د ټاکنو پر شفافيت شکونه زيات سول.

۳. فساد او ځان‌سري:
ډېرو خلکو احساس کاوه چي واک د څو کسانو په لاس کي بند پاته سوی او دولتي ادارې د ولس پر ځای د ځانګړو کړيو خدمت کوي.
۴. ولسي اعتراضونه:

همدې ستونزو پراخي مظاهرې راوپارولې، چي بالاخره يې د تېر حکومت د کمزوري کېدو او نسکورېدو زمينه برابره کړه.
د قومپرستو پيغام او د ولس انتخاب
د BNP بري يوازي د يوه ګوند بري نه وو؛ دا د هغه فکر بريا وه چي بنګله‌دېش بايد خپلې پرېکړې په خپله وکړي، نه د بهرنيو فشارونو او نه هم د کورني انحصار تر سيوري لاندي. ډېری شنونکي وايي چي ولس د بدلون لپاره رايه ورکړه — بدلون په اقتصاد کي، بدلون په سياست کي، او بدلون په ملي دريځ کي.

راتلونکی حالت: هيلې او ننګوني
اوس نوی حکومت له څو لويو ننګونو سره مخ دی:
– اقتصاد بيرته پر پښو درول

– د ولس باور بېرته ګټل
– د سياسي سيالانو ترمنځ جوړجاړی راوستل
– او له نړۍ سره متوازني اړيکي ساتل، بېله دې چي ملي ګټي قرباني سي

که BNP وتوانېږي چي خپلي ژمني عملي کړي، نو امکان لري چي بنګله‌دېش د نسبي ثبات، اقتصادي بيا رغوني او قوي ملي دريځ پر لور ولاړ سي. خو که زاړي ستونزي او داخلي اختلافات دوام ومومي، نو هيواد ښايي يو وار بيا سياسي بې‌ثباتۍ ته ولاړ سي.
په ټوله کي، دا ټاکني دا پيغام لري چي ولس قومي حاکميت، ملي وقار او خپلواک تصميم ته رايه ورکړې ده. د قومپرستو ځواکونو بري دا ښيي چي بنګله‌دېشي ملت غواړي خپله راتلونکې په خپلو لاسونو کي واخلي — او دا د سيمې لپاره هم يو مهم سياسي اشارۀ بلل کيږي.