په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ويلي، چي په افغانستان کي د ۲۰۲۵ ميلادي کال په جريان کي تر ۳۱ زره زیاتي کورنۍ د ناڅاپي سېلابونو له امله زيانمني سوي دي. دغه سازمان په افغانستان کي د اوبو د زېرمو پر جوړلو ټينګار کړی؛ ترڅو د باران او سېلابونو پرمهال اوبه په زېرمو کي ذخیره سي او خلګو ته ئې زیان و نه رسېږي.
ياد سازمان وايي، چي د نړۍوالو مرستندويانو سره په ګډه هڅه کوي، چي په طبيعي پېښو کي زیانمن سوو کورنيو ته مرستي ورسوي.
بايد وويل سي، چي په افغانستان کي په ۲۰۲۶ ميلادي کال کي هم سېلابونو خلګو ته مالي او ځاني زيان اړولی دئ. د ط..البانو په وينا چي د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله په دغه هيواد کي ۷۷ کسان وژل سوي او ۱۳۷ نور ټپيان سوي دي.