د کندهار د ط..البانو امنيې قومندانۍ د يکشنبې په ورځ په نشر سوې اعلاميه کي ويلي، چي د دغه ولايت په ښورابک ولسوالۍ کي ئې ۵۸۰ راسه هغه پسونه نيولي، چي پر غيرقانوني لارو پاکستان ته قاچاق کېدل.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د يادي ولسوالۍ په ريګ سيمه کي ۹۴ پارسله ورجي او څلور عرادي موټر سايکلونه هم نيولي، چي پر غيرقانوني لارو افغانستان ته راتلل.
بايد وويل سي، چي د پاکستان سره د لارو د تړل کېدو له امله دواړو هيوادونو ته د قاچاقي توکو تګ راتګ زیات سوی دئ.