د نورستان ولايت د ط..البانو د ولايت مقام څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د نورستان ولايت د ط..البانو د ولايت مقام څخه د يکشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د کنړ – نورستان لويه لاره د غره د ښويېدلو له امله د ټرافيکو پر مخ تړل سوې ده.
په خبرپاڼي کي د ټولو مسافرو څخه غوښتل سوي، چي تر بلي خبرتيا پوري دي پر دغه لويه لاره سفر نه کوي.
په ورته وخت کي د ط..البانو د ټولګټو چارو وزارت هم خبر ورکړی و، چي د يادي لاري د خلاصولو له پاره ئې هڅي پيل کړي دي.