په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د سې شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کي ويلي

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د سې شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کي ويلي، چي د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال سازمان د افغانستان په هغه سيمو کي چي د ط..البانو او پاکستان د جګړې د لوړ خطر سره مخ دي خپل فعاليتونه د امنيتي اندېښنو له امله ځنډولي دي.
يوناما ويلي، چي په يادو سيمو کي د خوړو د نړۍوال سازمان د فعاليتونو د ځنډېدو له امله ۱۶۰ زره کسان اغېزمن سوي دي.