د سې شنبې په ورځ د عراق په جنوبي ښار ناصريه کي زرګونه خلګ د ايران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د وژني د غندني

د سې شنبې په ورځ د عراق په جنوبي ښار ناصريه کي زرګونه خلګ د ايران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د وژني د غندني له پاره سړکونه ته راوتلي وو.
هغوی د امريکا او اسرائیلو پر ضد شعارونه ورکول.
د ايران مذهبي مشر آيت الله علي خامنه اي د تېر شنبې په ورځ په تهران کي د امريکا او اسرائیلو د ګډو بريدونو پر مهال په خپل کور کي وژل سوی و.