په بلوچستان ايالت کي د بلوڅو تر سختو بريدونو وروسته د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف ويلي، چي د دغي ډلي مشران په افغانستان کي اوسېږي او افغان ط..البان ئې ملاتړ کوي.
تر دې مخکي پاکستان افغان ط..البان د تحريک ط..البان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ تورن کړي او هند ئې د بلوڅو وسله والو د ملاتړ په تور تورن کړي وو.
خواجه آصف د يوې غونډي پر مهال ويلي، چي د پاکستان په ناامنۍ کي بهرنۍ کړۍ ستر رول لري په ځانګړي ډول افغانستان د پاکستان په ناامنۍ کي رول لري او مشرانو ته ئې په افغانستان کي ځای ورکړی دئ.
بلخوا بيا ط..البانو د پاکستان دغه ډول ادعاوي بې اساسه بللي او ويلي ئې دي، چي هېچا ته اجازه نه ورکوي، چي د افغانستان د خاوري څخه استفاده وکړي.