د کندهار څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي

د کندهار څخه ځايي سرچينو د څراغ تلوېزيون خبريال ته ويلي، چي د دغه ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د سارګو په غره کي د درو وژل سوو ښځو جسدونه پيدا سوي دي.
د‌ سرچينې په وينا چي دغه ښځي په مرموز ډول وژل سوي او وروسته په دغه سيمه کي پرېښودل سوي وې.
سرچينې ويلي چي د دغو جسدونو څخه ښکاري، چي دغه ښځي څه موده وړاندي وژل سوي.

د‌ وژل سوو ښځو سرونه او پښي هم پرې سوي دي.
په ورته وخت کي ط..البانو هم ياده پېښه څراغ تلوېزيون ته تائيد کړې او ويلي ئې دي، چي د وژل سوو ښځو جسدونه ئې روغتون ته انتقال کړي او د پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.