په غزني کي د سلطان محمود غزنوي په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون جوړ سوی.
د غزني ولايت د ط..البانو امنيتي مسئولين وايي، چي د دغه نندارتون موخه د کورنیو تولیداتو ترویج، د پانګوني راجلبول او د تولیداتو له پاره د بازار موندني پیاوړتیا ده.
دغه درې ورځنی نندارتون چي د چهارشنبې په ورځ پيل سوی د جمعې تر ورځي پوري به دوام وکړي.
په دغه نندارتون کي کورني توليدات نندارې ته وړاندي سوي دي.