په ملګرو ملتونو کي افغانستان دايمي استازي نصيراحمد فايق ويلي، چي د تېرو پنځو کلنو راهيسي ط..البانو په افغانستان کي د نجونو پر زده کړو بنديز لګولی.
هغه ويلي چي ط..البانو په افغانستان کي د اسلامي اصولو خلاف د نجونو پر زده کړو بنديز لګولی، چي په دې سره کوښښ کوي، چي د علم ډيوه مړه او ولس په تيارو کي وساتي.
د هغه په خبره چي ط..البانو دغه کړنه د ولس سره جفا او نه جبرانېدونکی عمل دئ.
د فايق په وينا چي د ط..البانو دغه بنديزونو په افغانستان کي نوره هم غريبي زياته کړې او افغانستان ئې نورو هيوادونو ته محتاجه کړی دئ.
هغه په افغانستان کي د نجونو د ښوونځيو پر خلاصېدو ټينګار کړی دئ.