د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نيوز سره په مرکه کي ويلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فاکس نيوز سره په مرکه کي ويلي، چي په ایران کي د مهمو کسانو له وژل کېدو وروسته وضعیت بدل سوی او دا د نظام د بدلون نښه ده.
هغه‌ د يادي مرکې پر مهال ويلي، چي د هرمز تنګي له لاري د امریکايي کښتیو تېرېدل د دې څرګندونه کوي، چي د ایران مشران د خبرو اترو لور ته مایل سوي دي.
د هغه په وینا، ایران لومړی د څو کښتیو د بې خنډه تېرېدو ژمنه کړې وه؛ خو وروسته دا شمېر زیات سو.

ټرمپ زیاته کړه، چي دا پرمختګونه ښيي چي هغه له داسي کسانو سره په اړیکه کي دی، چي د پرېکړو کولو صلاحیت لري او ښايي د خبرو زمینه نوره هم برابره سي.