په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي نصیر احمد فايق

په ملګرو ملتونو کي د افغانستان دايمي استازي نصیر احمد فايق، په تهران کي د جنرال اکرام‌الدین سریع وژل یوه تنظیم سوې ترهګریزه حمله بللې ده.
فايق د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس پاڼه ليکلي، چي دغه پخوانی افغان پوځي چارواکی د ایران په پلازمېنه کي د وسله‌والو له خوا د خپل ملګري سره يو ځای وژل سوی دئ.
فايق غوښتنه کړې چي دا پېښه باید جدي وڅېړل سي او عاملین دې د قانون منګلو ته و سپارل سي.

هغه زیاته کړې، هره هدفي وژنه دا پیغام لري چي د تاوتریخوالي او هدفي وژنو له منځه وړلو پر وړاندي یووالي ته اړتیا ده.
د یادونې وړ ده چي دا لومړی ځل نه دئ چي په ایران کي د پخوانیو افغان نظامي او امنیتي څېرو د ترور راپورونه ورکول کېږي؛ بلکي تر دې مخکي هم ورته پېښي سوي دي.