د ايران پوليسو د‌ پنج شنبې په ورځ ويلي

د ايران پوليسو د‌ پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د تېر جمهوري نظام پر مهال د تخار امنيه قوماندان جنرال اکرام الدين سريع د چهارشنبې په ماښام نامعلومو کسانو د ايران په تهران ښار کي وژلی.
د پوليسو په وينا چي نامعلومو وسله والو د وليعصر په ښارګوټي کي پر جنرال اکرام الدين سريع ټکان کړي، چي له امله ئې سريع او يو بل ملګری ئې وژل سوي دي.
د دغه پېښي په تړاو تر اوسه د سريع کورنۍ رسنيو ته څه نه دي ويلي.

بايد وويل سي، چي جنرال اکرام الدين سريع د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم ايران ته کډوال سوی و.