په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي

په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو د يکشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د خيبر پښتونخوا د کوهاټ په بنو سيمه کي د افغان کډوالو کمپ ته د پاکستان حکومت د خالي کولو امر کړی.
د پاکستان حکومت ويلي چي دغه کمپ د امنيتي اندېښنو له امله خالي کوي.
د پاکستان دولت ادعا کړې چي په دغه سيمه کي ترهګرو څو ځله وسله وال بريدونه کړي او وروسته په دغه کمپ کي پټ سوي وو.

په دغه کمپ کي شاوخوا ۲۵۶۷ افغان کډوال اوسېدل چي تر نيمايي زيات ئې افغانستان ته تللي او پاته نور اوس د پاکستان حکومت اخراجوي.