د ملګرو ملتونو د نشه‌یي موادو او جرمونو پر ضد دفتر تازه راپور ورکړی چي میانمار اوس د نړۍ تر ټولو ډېر تریاک تولیدوي

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي موادو او جرمونو پر ضد دفتر تازه راپور ورکړی چي میانمار اوس د نړۍ تر ټولو ډېر تریاک تولیدوي او د افغانستان پرتله ئې تولید دوه چنده زیات سوی دئ.
د راپور له مخي میانمار سږ کال ۱۰۱۰ ټنه تریاک تولید کړي دي.
دا راپور زیاتوي چي په افغانستان کي د کوکنارو کرلو بندیز، چي له ۲۰۲۳ کال راهیسي پلی سوی، د تریاکو تولید ۹۵ سلنه راکم کړی دئ.

د همدې لامل له امله، اوس میانمار د تریاکو د تولید په برخه کي لومړی مقام لري.