په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو څراغ تلوېزيون ته د دوشنبې په ورځ ويلي

په پاکستان کي مېشت افغان کډوالو څراغ تلوېزيون ته د دوشنبې په ورځ ويلي، چي د پاکستان پوليسو په خيبر پښتونخوا کي سلګونه افغان کډوال نيولي او بنديان کړي ئې دي.
د هغوی په وينا چي دغه افغان کډوال پاکستان په زور او جبر د خپلي خاوري څخه باسي او افغانستان ته ئې لېږي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د وروستيو اختلافاتو وروسته د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د نيولو او ايستلو لړۍ چټکه کړې ده.