د ایران د دولت مشر، تر نېږدې ۳۷ کلن واک وروسته مړينه

د ایران د دولت مشر، تر نېږدې ۳۷ کلن واک وروسته مړينه، د دې هېواد د سياسي راتلونکي په اړه بنسټيزې پوښتني راپورته کړي دي. د دې خبر له اعلان سره سم، هغه پېچلی بهير چي د ايران په اساسي قانون کي د ځایناستي لپاره ټاکل سوی، اوس عملي پړاو ته داخل سوی دی.
د ايران د اساسي قانون له مخي، که رهبر وفات سي، نو يوه موقتي شورا د نوي رهبر تر ټاکل کېدو پوري د رهبرۍ مسووليتونه پر غاړه اخلي.
دا شورا د وخت له ولسمشر، د قضا قوې له مشر او د شورأی نگهبان له يوه فقيه څخه جوړه وي، چي د مصلحت د تشخيص مجمع يې ټاکي. د مصلحت تشخيص مجمع هغه اداره ده چي رهبر ته مشورې ورکوي او د پارلمان او شورأی نگهبان ترمنځ اختلافات هواروي.

په دې چوکاټ کي، مسعود پزشکیان د ايران ولسمشر، او غلام حسین محسنی د قضا قوې مشر، د دې شورا دوه غړي دي چي په موقتي ډول به د رهبرۍ دندي سرته رسوي.
سره له دې چي موقتي شورا جوړيږي، خو د نوي رهبر ټاکنه د خبرګانو د مجلس پر غاړه ده. دا يو ۸۸ کسيزه بنسټ دی چي له شيعه روحانيونو جوړ دی او هر اته کاله وروسته د عامو ټاکنو له لاري ټاکل کېږي.
خو د دې مجلس د کانديدانو وړتيا بايد شورأی نگهبان تاييد کړي؛ هغه اداره چي په بېلابېلو ټاکنو کي د ډېرو کانديدانو د ردولو له امله پېژندل کېږي. د بېلګي په توګه، حسن روحانی، د ايران پخوانی ولسمشر، د ۱۴۰۲ کال د حوت مياشتي د خبرګانو مجلس په ټاکنو کي د شورأی نگهبان له خوا رد سو.

د قانون له مخي، خبرګانو مجلس بايد «په تر ټولو لنډ ممکن وخت» کي نوی رهبر وټاکي.
د ځایناستي په اړه پرېکړه عموماً تر تړلو دروازو شا او د عامه افکارو څخه ليري کېږي، ځکه نو د احتمالي کسانو دقيق ارزونه سخته ده.
مخکي ابراهیم رئیسی، د ايران پخوانی ولسمشر او رهبر ته نېږدې څېره، د جدي انتخاب په توګه يادېدی، خو هغه د ۱۴۰۳ کال د ثور په مياشت کي د چورلکي د لوېدو په پېښه کي ووژل سو.

اوس مهال د مجتبی خامنه‌ای نوم، چي د ايران د رهبر ۵۶ کلن زوی او شيعه روحاني دی، د احتمالي کسانو له جملې څخه بلل کېږي؛ سره له دې چي تر اوسه يې کوم رسمي دولتي مقام نه دی لرلی.
له پلار څخه زوی ته د واک لېږد کېدای سي له نيوکو سره مخ سي؛ که د روحانيت د نظام د مخالفينو له خوا وي او که حتا د ځينو ملاتړو له خوا، چي کېدای سي دا بهير د ۱۹۷۹م کال له انقلاب وروسته د يو ډول «مذهبي سلطنت» په څېر وګڼي.
د ايران په تاريخ کي يوازي يو ځل د رهبرۍ مقام انتقال سوی دی. په ۱۹۸۹م کال کي، روح‌الله خمینی، د ايران د انقلابي دولت بنسټګر، د ۸۶ کلنۍ په عمر وفات سو او علی خامنه‌ای د نوي رهبر په توګه وټاکل سو.

اوسنی انتقال په داسې حال کي رامنځته کېږي چي ايران په وروستيو کلونو کي له مهمو سيمه‌ييزو او نړيوالو بدلونونو سره مخ دی، چي پوځي تاوتريخوالی او د بهرنيو فشارونو زياتوالی پکي شامل دي.
د ايران رهبر د دې هېواد تر ټولو لوړ سياسي او مذهبي مقام دی او د واک د جوړښت په سر کي قرار لري. هغه د هېواد د لويو تګلارو وروستۍ پرېکړه کوي.
رهبر د وسله‌والو ځواکونو او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامی اعلی سرقومندان هم دی؛ دا يو پوځي ـ امنيتي ځواک دی چي د ايران په کورني او سيمه‌ييز سياست کي پراخ رول لري او د پام وړ اقتصادي نفوذ هم لري.

د دې مقام د پراخو صلاحيتونو په نظر کي نيولو سره، د نوي رهبر ټاکنه يوازي د ايران د کورني واک د جوړښت لپاره نه، بلکي د سيمه‌ييزو معادلو او نړيوالو اړيکو لپاره هم ټاکونکې ارزښت لري!
الجزیره