په پلازمېنه کابل کي یوه ځوانه نجلۍ وایي چي د کور د سختو اقتصادي ستونزو له امله مجبوره سوې ده، چي په واټونو کي فقر وکړي.
هغې له یوه خبریال سره په خبرو کي ویلي، دا ئې لومړۍ ورځ ده چي د مجبورۍ له امله نورو ته لاس غځوي. د هغې په وینا، په کور کي د عاید بله سرچینه نه لري او د ورځي په اوږدو کي هڅه کوي، چي د روژمات له پاره یوه وچه ګوله ډوډۍ برابره کړي.
دغه نجلۍ وایي، مخکي ئې هېڅکله فقر نه و کړی، خو اوسني شرایطو اړ ایستلې، چي د کورنۍ د اړتیاوو له پاره دا کار ترسره کړي.
په کابل کي د بېوزلۍ کچه لوړه سوې او یو شمېر کورنۍ د کافي عاید د نشتوالي له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. ټولنیز فعالان ټینګار کوي، چي له اړمنو کورنیو سره د مرستو زیاتوالی کولای سي د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د فقر او غریبۍ مخه ونيسي.