په پکتیکا ولایت کي ځیني بېځایه سوې کورنۍ وايي، د پاکستان د احتمالي بریدونو له امله ئې خپل کورونه پرېښي او اوس له سختو ستونزو سره مخ دي.
دوی غوښتنه کوي چي د ط..البانو حکومت او مرستندویه ادارې دي د خوراکي توکو، سرپناه او نورو بنسټیزو اړتیاوو په برابرولو کي ورسره مرسته وکړي.
د ط..البانو تر کنټرول لاندي ملي ټلوېزیون راپور ورکړی، چي نژدې زر کورنۍ د امنیتي اندېښنو له کبله د پکتیکا له برمل او ګومل ولسوالیو څخه کډه کولو ته اړ سوي دي.
د راپور له مخي، یادي کورنۍ اوس په خوندي سیمو کي لنډمهاله مېشتي دي؛ خو د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.