امریکايي ورځپاڼي پولیتیکو راپور ورکړی، چي د واشنګټن او تهران ترمنځ روان نظامي کړکېچ ښایي له ۱۰۰ ورځو زیات دوام وکړي او امکان لري د سپتمبر میاشتي تر پایه وغځېږي.
راپور کي راغلي، د امریکا دفاع وزارت له اسرائیل سره د ګډو عملیاتو لپاره د نظامي استخباراتو پراخ ملاتړ ته تیاری نیولی دئ.
د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) له پنتاګون څخه غوښتي، چي اضافي استخباراتي افسران خپل مرکز ته واستوي، څو د هوايي عملیاتو تر شا فعال ملاتړ چمتو کړي. د يادي ورځپاڼي په حواله داجګړه به لږ تر لږه ۱۰۰ ورځي دوام وکړي.
دا لومړی ځل دئ چي امریکايي چارواکي د ایران سره د احتمالي اوږدمهاله شخړي لپاره دومره پراخ استخباراتي ملاتړ غواړي.