ښايي امريکا خليج له لاسه ورکړي
لیکوال: مارک لینچ
سرچينه: فارن پاليسي
د ايران له خوا پر خليجي ګاونډيو هېوادونو بريدونو دغه هېوادونه هغه جګړې ته ورټېل وهلي دي چي ډېر وخت يې هڅه کوله ترې ليري پاته سي. که متحده عربي امارات، قطر او سعودي عربستان د امريکا او اسرائيلو ترڅنګ مستقيم جګړې ته داخل سي، دا به د هغه سيمه ييز نظم څرګنده بڼه وي چي امريکا له کلونو راهيسي غوښتله؛ د عرب هېوادونو او اسرائيلو ګډ ائتلاف د ايران پر ضد، پرته له دې چي د فلسطين مسئله حل سي.
خو دا حالت يوه بله معنا هم لري. ښايي امريکا په ظاهره د خپل نفوذ تر ټولو لوړي مرحلې ته رسېدلې وي، خو په عين وخت کي ټوله سيمه د بېثباتۍ او ګډوډۍ پر لور روانه ده. د خليج هېوادونه نور دومره باور نه لري چي امريکا به وکولای سي د دوی امنيت تضمين کړي. حتی که دوی د جګړې په بهير کي له اسرائيلو سره همکاري هم وکړي، بيا هم ښايي هغه د يوه متحد پر ځای د ګواښ په توګه وګوري.
د ايران بريدونو هغه سيمه ييز تفاهم هم ګډوډ کړ چي په وروستيو کلونو کي رامنځته سوی و. په ۲۰۲۳ کال کي سعودي عربستان او ايران خپلې ديپلوماتيکې اړيکي بيا پيل کړي وې او د چين تر منځګړيتوب وروسته يو ډول نرمښت رامنځته سوی و. خو اوس، د پراخي جګړې له ګواښ سره دا توازن له منځه تللی ښکاري.
ايران هڅه کوي د پرلهپسې ډرونونو او توغنديو په بريدونو سره د خليج او امريکا دفاعي سيستمونه ستړي کړي. همدارنګه د هرمز تنګي د تړلو او د انرژۍ بازار د ګډوډولو له لاري غواړي نړيوال اقتصادي فشار زيات کړي. د همدې وضعيت له امله د تېلو او ګازو بيي هم په چټکۍ لوړي سوي دي.
د دې جګړې يوه مهمه پايله دا ده چي د خليج هېوادونه ورو ورو دا درک کوي چي د دوی امنيتي نظام، چي کلونه د امريکا پر ملاتړ ولاړ و، نور دومره باور وړ نه دی. که دا حالت دوام وکړي، ښايي په منځني ختيځ کي د امريکا د نفوذ د کمېدو پيل هم وبلل سي.