په کابل کي د ايران د سفارت څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ايران خلګو د نورستان ولايت د سېلاب ځپلو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغو خوراکي توکو کي اوړه او غوړي شامل دي.
خبرپاڼه ليکي، چي دغه مرسته نورستان ولايت ته رسېدلې او پر اړمنو کسانو به وويشل سي.
بايد وويل سي چي تر دې مخکي هندوستان هم د نورستان د سېلاب ځپلو کسانو سره بشري مرسته کړې وه.