په کابل کي د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکترانو د یوه ځوان له معدې څخه ۳۰ میخونه ایستلي دي.
د ط..البانو د دفاع وزارت د روغتیايي چارو قوماندانۍ وايي، دغه ځوان عصمتالله نومېږي او ۳۰ میخونه ئې تېر کړي وو.
د معلوماتو له مخي، ډاکترانو د ایکسرې له اخیستو وروسته د اندوسکوپي په وسیله ټول میخونه ايستلي.
مسئولان وايي، میخونه د جراحي عملیاتو پرته ایستل سوي دي.