د ايران حال‌وش د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی

د ايران حال‌وش د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی، چي د ايران د سروان ولسوالۍ په روتک سرحدي سيمه کي ۱۷ افغان کډوال د تندي له امله مړه سوي دي.
دغه سازمان ويلي، چي په دغو افغانانو کي ښځي او ماشومان هم شامل وو.
حال‌وش زیاتوي چي يادو افغان کډوالو غوښتل په غیرقانوني ډول ايران ته داخل سي.

د ايران دولت د قربانیانو جسدونه خاش ته انتقال کړي دي.
بايد وويل سي، چي د ط.. البانو د بيا واکمنۍ سره سم زرګونه افغانان د لوږي او بېکارۍ له امله هڅه کوي چي پر غيرقانوني او سختو لارو بهرنيو هيوادونو ته سفر وکړي.