په کندهار کي د کوچني اختر لمونځ د دغه ولايت د مرکزي لويي عيدګاه ترڅنګ په ۱۵ نورو لويو جاموګانو کي هم ادا سوو

په کندهار کي د کوچني اختر لمونځ د دغه ولايت د مرکزي لويي عيدګاه ترڅنګ په ۱۵ نورو لويو جاموګانو کي هم ادا سوو.
د کندهار په مرکزي لويه عيدګاه کي د اختر لمونځ د ط..البانو د مشر م.لاهب.ت الله په امامت سره ادا سو.
هغه د خپلو خبرو پرمهال خپل تر لاس لاندي کسانو ته ويلي، چي د ولس خدمت وکړئ او عدالت تامين کړئ.

هغه خپلو پلويانو ته ويلي، چي په خپلو منځونو کي بدنيتي مه کوئ او اتفاق قايم کړئ.
د نوموړي په خبره چي اوس مهال موږ په امتحان کي يو او بايد ځان ورسره عيار کړو.
هغه ويلي، چي دا د خلګو حق دی، چي زموږ څخه پوښتنه وکړي، چي زموږ حکومت کومي خوا ته روان دئ.

م.لاهب.ت الله يو ځل بيا د عيدګاه د لمانځه پر مهال د خپلو فرمانونو څخه دفاع وکړل او په خبره ئې چي دغه فرمانونه ستاسو د اصلاح له پاره دي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو مشر پر افغانستان د پاکستان د بريدونو په اړه په څرګند ډول بحث نه دئ.