د ط.. البانو د حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د يوې رسنۍ سره د مرکې پر مهال ويلي، چي د پاکستان د پوځ څخه به د کابل د وروستي بريد چي له امله یې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه غچ اخلي.
هغه ويلي، چي د پاکستان پوځ بايد دغه ظلم ومني او د افغان ولس څخه بايد بخښنه وغواړي.
د م.جاهد په خبره چي افغان ولس به د پاکستان د پوځ دغه جنايت هيڅکله هېر نه کړي او په مقابل کي به ئې تل ږغ پورته کوي.
ذبيح الله م.جاهد د هغي پوښتني په جواب کي، چي ولي په کابل کي د پاکستان سفارت نه تړل کېږي؛ ويلي چي د سفارت په تړلو دغه ستونزه نه حل کېږي؛ خو ط.. البان به ئې حتما غچ اخلي.
هغه ويلي چي د خبرو له پاره چمتو دي؛ خو که پاکستان جګړې ته دوام ورکوي نو حساب به ورسره کېږي.