په کندهار کي يو شمېر ځوانان وايي، چي د نوروز دوديزي مېلې، چي پخوا به په شوق او پراخ ګډون سره لمانځل کېدې

په کندهار کي يو شمېر ځوانان وايي، چي د نوروز دوديزي مېلې، چي پخوا به په شوق او پراخ ګډون سره لمانځل کېدې، اوس خورا کم رنګه سوي دي.
د دوی په وينا پخوا به، هر کال د نوروز په ورځ خلګ د شاه اغا زيارت ته تلل او هلته به د خوښۍ بېلابېل مراسم ترسره کول.
د ځوانانو په خبره، چي د شاه اغا په زيارت کي د جنډۍ پورته کولو دود، چي د نوروز له مهمو مراسمو څخه شمېرل کېدی، اوس خپل پخوانی رنګ له لاسه ورکړی دئ.

دوی وايي، پخوا به دا مراسم د خلګو د راټولېدو، خوشحالۍ او يووالي نښه وه، خو اوس پر دا مراسمو بنديز لګېدلی.
دغه ځوانان زياتوي، چي د ط..البانو د واکمنۍ له راتګ وروسته پر دې ډول کلتوري مراسمو محدوديتونه لګېدلي، او خلګو ته اجازه نه ورکول کېږي، چي نوروز په ازاد ډول ولمانځي.
د دوی په وينا، دا حالت نه يوازي د خلګو خوښۍ کمي کړي دي؛ بلکي د سيمي پر کلتوري دودونو ئې هم منفي اغېز کړی دئ.

د کندهار يو اوسېدونکی وايي، نوروز د خلګو د تفريح او ټولنيز يووالي يوه مهمه موقع وه، چي کورنۍ او ملګري به په کښي سره راټولېدل، خو اوس دا فضا تر ډېره له منځه تللې ده.
سره له دې، يو شمېر خلګ هڅه کوي چي په محدود ډول د خپلو کورنيو په منځ کي نوروز ولمانځي، څو دا دود ژوندی وساتي.
دوی ټينګار کوي، چي نوروز د خلګو کلتوري ميراث دی او بايد د راتلونکو نسلونو له پاره خوندي پاته سي.