د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ کي د افغان کډوالو شورا د پاکستان د‌ دولت څخه غوښتنه کړې

د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ کي د افغان کډوالو شورا د پاکستان د‌ دولت څخه غوښتنه کړې، چي د کوچني اختر په شپو او ورځو کي دي د افغان کډوالو د نيولو او زورولو لړۍ ودروي.
هغوی ويلي، چي دغه افغان کډوالو ته دي د کوچني اختر د رخصتيو تر پايه پوري اجازه ورکول سي، چي همدلته پاته سي او وروسته دې د ايستلو لړۍ پيل کړي.
دغي شورا د کوچني اختر په مناسبت د پاکستان د زندانونو څخه د افغان کډوالو ازادېدو غوښتنه هم کړې ده.