په کندهار کي یو شمېر ښوونکي شکایت کوي، چي لوی اختر راغلی؛ خو ط..البانو ئې معاش نه دئ ورکړی.
هغوی وايي د اقتصادي ستونزو له امله ئې کورنۍ له سخت وضعیت سره مخ دي.
د دوی په وینا، اولادونو ئې د اختر د نوو جامو او د اختر د نورو خوښیو هیله لرله، خو د معاشونو د نه ورکړې له امله ونه توانېدل چي د خپلو ماشومانو غوښتني پوره کړي.
د کندهار ښوونکي وایي، د بېوزلۍ او اقتصادي فشارونو له امله د ژوند لومړنۍ اړتیاوي هم په سختۍ برابروي او د اختر ورځو کي د ماشومانو مایوسه څېرې د دوی درد لا زیات کړی دئ.
دوی له مسئولو ادارو غواړي چي د ښوونکو معاشونو ته پر وخت پاملرنه وکړي، څو د ټولني هغه قشر چي د راتلونکو نسلونو روزنه په غاړه لري، له دې ډول ستونزو سره مخ نه سي.