د کندهار څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو د لوی اختر په ورځ سهار مهال ټليفوني شبکې د څو ساعتونو له پاره په موقت ډول بندي کړي وې.
د سرچينې په وينا ط.. البانو ټليفوني شبکې ځکه تړلي وې، چي د هغوی مشر م.لا هب.ت الله د کندهار لويي عيدګاه جومات ته د لوی اختر د لمانځه د پاره تللی و او د هغه د امنيت له امله ټولي ټيلفوني شبکې په موقت ډول بندي سوي وې.