ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي

ځايي سرچينو د دوشنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د پاکستان په چمن ښار کي د پاکستان پوليسو پر يوه افغان سوداګر ټکان کړي او هغه ئې وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه افغان سوداګر عبدالباري نومېږي، چي اصلي د کندهار ولايت د سپين بولدک د ولسوالۍ اوسېدونکی دئ، چي تېره شپه پاکستاني پوليسو ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په خبره چي په دغه پېښه کي د عبدالباري دوه ملګري هم د پاکستان د پوليسو له خوا ټپيان سوي دي.