د ط..البانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي

د ط..البانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چي د دوی د کتاب ارزوني کمېسیون د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کي له خصوصي کتابتونونو څخه ۹۲۹ جلده کتابونه راټول کړي دي.
دغه وزارت د يکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي یاد کتابونه د دې له امله ټول سوي، چي د دوی په وینا د شرعي اصولو او معیارونو سره برابر نه وو.
دغه وزارت د دغو کتابونو د محتوا او همدارنګه د هغو معیارونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، چي پر بنسټ ئې دا کتابونه نامناسب بلل سوي دي.