ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د لوګر ولایت د مرکز اړوند د التمور په سیمه کي د واده د مراسمو پر مهال د دوو موټرو د ټکر له امله ۴ کسان وژل سوي او ۸ نور ټپیان دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخي پېښه د موټرو د لوړ سرعت او بېاحتیاطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.
د سرچينې په خبره چي تر ټکر وروسته يوه موټر اور هم اخيستی دئ.