د هرات څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په جوی نو سيمه کي د يوې شپږ کلني نجلۍ جسد په ګونۍ کي موندل سوی دئ.
د سرچينې په وينا چي دغه ماشومه مريم نومېدل او د يوې غريبي کورنۍ وه.
ط..البانو په رسمي ډول د يادي ماشومي د وژني په اړه څه نه دي ويلي.
باید وويل سي چي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف ورځ تر بلي لوړېږي، ولس ئې د ط.. البانو څخه د کنټرول غوښتنه کوي.