د پاکستان پوليسو ويلي، چي د دغه هيواد د خيبر پښتونخوا ايالت په برسوات ولسوالۍ کي يو محلي ملا نامعلومو وسله والو ويشتلی او وژلی دئ.
د پوليسو په وينا چي وژل سوی ملا رشيد محمد نومېږي او د شنبې په ماښام وژل سوی دئ.
پوليس دغه راز زياتوي چي تر پېښي وروسته وسله وال کسان د سيمي څخه تښتېدلي او دوی ئې په اړه پلټني پيل کړي دي.